د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره یوه اصلاحي او تربیوي ناسته جوړه کړه.

د دې ناستې موخه د زده‌کوونکو او کارکوونکو د دیني پوهاوي پیاوړتیا، فکري او تربیوي اصلاح او د اسلامي پوهې او معرفت د کچې لوړول وو.

د دې پروګرام په دویمه ورځ مولوي فتح‌الله عزام د «ولې د فکري جګړې ښکار کېږو او د هغې د خلاصون لارې کومې دي؟» تر عنوان لاندې خبرې وکړې. نوموړي د فکري جګړې بېلابېل اړخونه تشریح کړل او د پوهاوي د کچې لوړولو، د دیني او فکري لیدلوري د پیاوړتیا او پر ځوان نسل د فکري جریانونو د اغېزمنېدو د لارو چارو د پېژندلو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د پروګرام په درېیمه ورځ هم مولوي فتح‌الله عزام د محصلینو او زده‌کوونکو د سالمې او اسلامي روزنې په اړه وینا وکړه او د یوه ښه، مسؤول او بااحساسه محصل ځانګړتیاوې یې بیان کړې.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د تخنیکي او مسلکي علومو د زده‌کړې ترڅنګ، دیني علومو ته هم پاملرنه وکړي، اسلامي اخلاق مراعات کړي، شرعي احکام رعایت کړي او د قرآن کریم او نبوي سنتو له لارښوونو څخه په خپل ورځني ژوند کې ګټه واخلي.

دا پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې د اصلاحي او تربیوي ناستو د لړۍ یوه برخه ده، چې د دیني او تربیوي پوهاوي د لوړولو او د زده‌کوونکو او کارکوونکو د فکري، معنوي او اخلاقي ودې لپاره ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS