د ځانګړو زدهکړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ځانګړو زدهکړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد.
دا پروګرام د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د استادانو د مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې او په ځانګړې توګه د نابیناوو او ناشنوایانو په ګډون د معلولیت لرونکو زدهکوونکو او محصلینو د زدهکړو د کیفیت د ښهوالي په موخه جوړ شوی و.
په دې ورکشاپ کې د هېواد له ۱۹ ولایتونو څخه شاوخوا ۳۶ تنو د ځانګړو زدهکړو د مرکزونو استادانو ګډون کړی و. د ځانګړو زدهکړو ماسټر ټرېنرانو ګډونوالو ته د نابیناوو او ناشنوایانو د زدهکوونکو او محصلانو د تدریس، روزنې او ښوونیز ملاتړ اړوند بېلابېل عملي او ګټور موضوعات ور وښودل.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د څېړنې، پروګرامونو او کیفیت تضمین رئیس، مولوي مبشر آغا، د دې پروګرام په پایغونډه کې د ماهر بشري ځواک په روزنه کې د استادانو پر اساسي رول ټینګار وکړ او ویې ویل، استادان باید د خپل علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو او د متخصصو او ماهرو کادرونو د روزنې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
همدارنګه د استادانو د مسلکي پراختیا رئیس، مفتي نوراحمد فایق، د استادانو د روزنیزو پروګرامونو او ظرفیت لوړونې پر دوام ټینګار وکړ. نوموړي وویل، دغه ریاست هڅه کوي چې د ورکشاپونو، سیمینارونو او نورو روزنیزو پروګرامونو له لارې د استادانو مسلکي ظرفیتونه پیاوړي او د هغوی د ښوونیزو مهارتونو د ښهوالي او پراختیا زمینه برابره کړي.
بل لور ته د ناروې کمېټې د اړیکو او عدالتخواهۍ رئیسې، ډاکټر فرانچسکا، له تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سره د دې کمېټې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. هغې وویل، د ناروې کمېټه د ظرفیت لوړونې پروګرامونو په جوړولو او د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په برخه کې له تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
ګډونوالو هم دغه ورکشاپ ګټور او اغېزناک وباله او ویې ویل چې د پروګرام له لارې ترلاسه شوې زدهکړې کولای شي د تدریس د طریقو په ښهوالي او د معلولیت لرونکو زدهکوونکو او محصلینو د زدهکړو د کیفیت په لوړولو کې اغېزناک رول ولوبوي.
دغه ۲۰ ورځنی ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیقپاڼو په وېش او د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
