له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست، د یادې ادارې اړتیاوې، لومړیتوبونه او اساسي پروګرامونه د سازمانونو، مؤسسو او تمویل‌کوونکو استازو سره شریک کړل.

په همدې حال کې، د بهرنیو اړیکو رئیس محترم احمد نبي نایل د ګډونوالو بنسټونو استازو هغه پوښتنو ته چې د ادارې د پروګرامونو او اړتیاوو په اړه یې مطرح کړل، ځوابونه وړاندې کړل.

همدارنګه، د ریاست‌الوزرا محترم معاونیت په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې سازمانونه او تمویل‌کوونکي باید خپلې پروژې او پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په پام سره طرحه او پلي کړي.

دغه ناسته له تمویل‌کوونکو سره د همغږۍ پیاوړتیا او هغوی د دې ادارې د اساسي اړتیاوو او لومړیتوبونو په برخه کې ملاتړ ته د چمتو کولو په موخه ترسره شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

د تخنیکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې له لوري اصلاحي پروګرامونه دوام لري

د اصلاحی او روزنیزو پروګرامونو په دوام، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS