د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او ملي بانک ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۵۳

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه، د یاد ولایت د ملي بانک له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې دواړو لورو د همکاریو د پراختیا، د بانکي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د مالي او اداري چارو د تنظیم ښه والي، د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر چټکتیا او نورو ګډو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په همدې حال کې د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د ملي بانک له همکاریو څخه مننه وکړه او د دواړو ادارو ترمنځ یې د همغږۍ د دوام او د نږدې اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

همدارنګه د ننګرهار ولایت د ملي بانک مسؤل ژمنه وکړه چې د اړوندو څانګو زده‌کوونکو ته د عملي زده‌کړو د برابرولو په برخه کې به همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زده‌کړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS