د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې کارکوونکي وستایل شول
نن د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول.
دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې پکې یو شمېر کارکوونکي د غوره لاسته راوړنو له امله مخکښ وپېژندل شول.
د ارشاد او دعوت ریاست وایي چې د دې پروګرام موخه د کارکوونکو لا زیات تشویق او هڅونه ده.
په همدې حال کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال محترم شیخ نوراحمد حقاني د تصدیقنامو او جایزو د وېش پر مهال د دیني او عقیدوي زدهکړو پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي نظام مکلف دی څو خلکو لپاره د ښه ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او مسؤلان په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي.
هغه همدارنګه د اسلامي احکامو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ټول ښاریان باید د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دندې ترسره کړي.
