د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم
د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زدهکوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو.
د برېښنا څانګې استاد د کاليو مینځلو ماشین د بېلابېلو برخو او اجزاوو په اړه زدهکوونکو ته لازم معلومات وړاندې کړل او د هغوی پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.
عملي زدهکړې له زدهکوونکو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته په بازار کې د کار څښتنان شي. له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشرتابه تل د دې ډول زدهکړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
