د چپرهار کرنې انسټیټیوټ زده‌کوونکو لخوا د مالټې مربا چمتو شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۴۱

د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کرنې انسټیټیوټ زده‌کوونکو د اړوندې څانګې استاد په همکارۍ د خوراکي موادو پروسس د څرنګوالي په اړه زده‌کړه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د یوه درسي جلسې په ترڅ کې زده‌کوونکو ته د مالټې مربا چمتو کولو طریقه په عملي ډول تشریح کړه.

د چپرهار د کرنې انسټیټیوټ زده‌کوونکي وایي، چې عملي زده‌کړې ورسره مرسته کوي څو له فراغت وروسته په کار بازار کې د ځان لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو لویه برخه عملي ده؛ له همدې امله زده‌کوونکي له فراغتوروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS