د غزني د تخنیکي آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۰

د مجاهدینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تعلیمي پروګرام له مخې، شاوخوا ۲۰۰ تنه مجاهدینو د غزني د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د فراغت اسناد تر لاسه کړل.

د غزني ولایت د مجاهدینو د فراغت په مراسمو کې، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس او ترڅنګ یې، د یاد ولایت یو شمېر محلي مسؤلینو هم ګډون او ویناوې وکړې.

محترم مولوي غلام سعید احساس د مجاهدینو فراغت د افغانستان.ا.ا لپاره یو مهمه لاسته‌راوړنه وبلله.

نوموړي ټینګار وکړ، چې مجاهدینو دا مهال د اداري چارو د پرمخ بېولو لپاره اړینې وړتیاوې ترلاسه کړې دي.

په همدې حال کې، د غزني ولایت محلي مسؤلینو په خپلو ویناوو کې وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا مجاهدینو ته د زده‌کړو د زمینې برابرول د ستاینې وړ دي.

هغوی زیاته کړه، چې د مخلصو او ژمنو مجاهدینو ګومارنه د اسلامي نظام د پرمختګ او بقا لپاره خورا مهمه ده او باید دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.

دې ته ورته نور اړوند موضوعات هم په دې پروګرام کې د ویناوالو لخوا مطرح شول او مجلس فارغانو ته د تصدیق‌نامو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

BACK TO NEWS