د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د ادارې او مدیریت له څانګې څخه د مجاهدینو د فراغت مراسم

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۸

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د (۳۵۰۰) هغو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره کړل چې د دې ادارې، د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه فارغ شوي دي.

په یادو مراسمو کې د ا.ا.ا یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون او وینا وکړل.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دغه پروګرام کې د وینا پهٔ مهال وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د رهبري پلاوي په ځانګړي ډول د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت نه ستړې کېدونکې هڅې د ستایلو دي چې د مجاهدینو لپاره یې د اداري او مدیریت پهٔ برخه کې زمینه برابره کړه، یقیناً چې ښاغلی شهامت د تقدیر وړ دي.

مولوي حنفي زیاته کړه چې اسلامي نظام د افغان ولس د نه ‌ستړي کېدونکو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او اوس د هېواد د پرمختګ لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي نظام مسئولین ټول د هېواد د پراختیا او آبادۍ لپاره شپه ورځ کار کوي او له کورنیو رسنیو یې وغوښتل چې د واقعیتونو منعکس کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي د هېواد د سړکونو او زیربنایي پروژو په اړه وویل چې دا مهال په بېلابېلو برخو کې د زیربناوو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د رئیس‌الوزراء معاون د خپلې وینا په دوام کې دا هم وویل چې د اسلامي امارت له حاکمیت څخه تر اوسه په علمي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې پراخ کارونه شوي او ګڼ شمېر علمي او اقتصادي پروګرامونه او پلانونه لاهم تر کار لاندې دي او دا لړۍ دوام لري ان شاءالله.

هغه د مجاهدینو د فراغت په تړاو وویل چې یوازې د پلازمېنې په زون کې نږدې  (۳۵۰۰) مجاهدین د ادارې او مدیریت له څانګې څخه فارغ شوي دي.

مولوي صاحب حنفي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له دغهٔ مهم اقدام څخه مننه او قدرداني وکړه او ویې ویل چې د دغو فارغانو شتون به د نظام د لا پیاوړتیا لامل شي.

هغه دا هم وویل چې افغانستان ا.ا د ځوانانو لپاره د عصري علومو او ټکنالوژۍ د زده‌ کړو ټول امکانات برابر کړي دي.

وروسته، د هوانوردۍ وزارت مرستیال، محترم مولوي فتح‌الله منصوروینا وکړه او ویې ویل چې د زرګونو مجاهدینو فراغت د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه یوه مهمه او ارزښتناک لاسته راوړنه ده.

مولوي منصور څرګنده کړه چې د افغانستان خلک تل په مبارزه کې بریالي ثابت شوي او اوسنی نظام هم د ملت د ګډو قربانیو محصول دی.

نوموړي د علم د زده ‌کړه پر ټولو فرض وبلله او ټینګار یې وکړ چې اوس د هېواد د پرمختګ لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

د کابل والي، مولوي امین‌الله عبید هم په مراسمو کې خبرې وکړې او ویې ویل چې د مجاهدینو لپاره په ټول هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د دوام فرصت برابرول د ستاینې وړ اقدام دی.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان خلک نه یوازې په جګړه، بلکې د علم او پوهې په ټولو ډګرونو کې مخکښ پاتې شوي دي.

والي عبید وويل چې اسلامي نظام د ټولو ګډ نظام دی، نو بايد چې د هېواد د پرمختګ او د نظام د ساتنې لپاره سره يو موټی شو او ګډ کار وکړو.

په بل اړخ کې د لوړو زده‌ کړو وزیر، محترم شیخ ندا محمد ندیم په خپله نوبت وویل چې اسلامي نظام د قرآن او سنتو پر بنسټ جوړ شوی، نو د اسلامي نظام حاکم د خلکو خدمتګار او د الهي احکامو د تطبیق مسئول دی.

هغه د مجاهدینو فراغت د افغانستان ا.ا. لپاره یو ارزښتناک پرمختګ وباله او د فارغانو د لوړو زده‌ کړو د دوام په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او صریح یې وویل چې دغه مجاهدین کولی شي پهٔ همدغې څانګه کې د لیسانس تر کچې خپلو زدړه کړو ته دوام ورکړي.

د غونډې په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، وینا وکړه؛ هغه وویل چې د مجاهدینو لپاره د زده ‌کړو د زمینه ‌سازۍ هدف د هغو مخلصو او متعهـدو کسانو ملاتړ دی چې د هېواد د اشغال له امله له زده‌ کړو څخه محروم شوي وو.

هغه د لوړو زده کړو له وزیر محترم شیخ ندا محمد ندیم څخه منندوی شو چې له فارغانو سره یې د تحصیل پهٔ دوام کې د مرستې او آسانتیابرابرولو ژمنه وکړه.

همداراز د علومو اکاډمۍ مرستیال، محترم مولوي امیرجان ثاقب هم د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو د اهمیت یادونه وکړه او له فارغانو یې وغوښتل چې د هېواد د خدمت په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

دغه مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مجاهدینو د روزنې د ملي طرحې له مخې شاوخوا ۴۰ زره مجاهدین په ټول هېواد کې د اداري او مدیریت له څانګې څخه فارغوي.

د غونډې پهٔ پای کې د هېواد مشهور لیکوال مولوي عبدالهادي مجاهد دعا وکړه او غونډه د زرګونو مجاهدو فارغانو پهٔ خوشالۍ سره پای ته و رسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د ایټالیايي پروفیسور له لوري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سره علمي کنفرانس ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ د «ساینسي علومو کې نوښت» تر سرلیک لاندې کنفرانس د نابینا کسانو لپاره د ځانګړو همکاریو د برابرولو په موخه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۶
Background image

د شمال زون د تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د استادانو مسلکي پراختیا ریاست د شمال زون د تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کارکوونکو او آمرینو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره کړ. دا درې ورځنی پروګرام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د ملا برادر آخند کلي ته سفر!

د تېرې جمعې مبارکې پهٔ ورځ مو سهار وخته له کابل څخه د ارزګان پهٔ لور حرکت وکړ، د سهار لمونځ مو پهٔ ناني کې اداء کړ او ناشته مو پهٔ کلات تاریخي ښارګوټي کې وکړه، همغه کلات درته یادوم چې د. . .

BACK TO NEWS