د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت له لوري د تحقیقاتي پروژې وړاندې کول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۱

د پکتیا ولایت څمکني انسټیټوټ زده‌کوونکو د ټولنې د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه خپل تحقیقي سیمینار وړاندې کړ.

د زده‌کوونکو د سیمینار وړاندې کولو په دغه پروګرام کې سیمه‌ییزو مسئولینو، ځوانانو، استادانو او زده‌کوونکو هم ګډون درلود.

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د مسئولینو په وینا د دغه پروګرام د جوړولو موخه د زده‌کوونکو د علمي او تحقیقي پروګرامونو سره بلدول وو، ترڅو هغوی د ټولنې د خدمت لپاره لا ښه چمتو شي.

ګډونوالو د څمکني انسټیټوټ زده‌کوونکو له لوري د دغه علمي او تحلیلي سیمینار له وړاندې کولو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې هغوی د ډېرو موضوعاتو په اړه لازم معلومات تر لاسه کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS