د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحی غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۳۰

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحی غونډه د کارمندانو په ګډون سره د یادې ادارې په عمومي تالار کې ترسره شوه.

په دې ښوونیز پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي نجم الدین حقانی، د اصلاحی پروګرامونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په خپله وینا کې وویل چې اصلاحی پروګرامونه مؤمنانو سره مرسته کوي ترڅو هغوی خپلې تېروتنې وپیژني او یادې تېروتنې اصلاح کړي.

مفتي حقاني همدارنګه ټینګار وکړ چې له فساد څخه د یو مؤمن د نفس اصلاح کیدل د یوې ټولنې د اصلاح کیدو لامل کېدای شي.

په دوام کې، مفتي نجم الدین د بېلابېلو موضوعاتو لکه د لمونځ ادا کولو پر مهال د نظم مراعات کولو او غوره اخلاقو په اړه هم بحث وکړ او پروګرام د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، دعوت او ارشاد ریاست د شنبې پر ورځو اصلاحی غونډه ترسره کوي چې په یاد روزنیز پروګرام کې پر اخلاقي، عقیدوي، دیني او ټولنیزو موضوعاتو بحث کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS