د کابل والي له روښانزړو مسلکي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه
ښاغلي ملا امینالله عبید، د کابل والي، د کابل ښار له روښانزړو مسلکي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود.
د دې لیدنې په ترڅ کې، د کابل والي د یاد مرکز له درسي ټولګیو او نورو ښوونیزو برخو څخه هم لیدنه وکړه او د روښان زړو ستونزې او ننګونې یې له نږدې وڅېړلې.
د کابل د روښانزړو مسلکي انسټيټوټ مسؤلینو په دې لیدنه کې په خپلو خبرو کې د ښار دننه د ښاري نښو نښانو او د روښان زړو لپاره د مرستندویه وسایلو د کمښت یادونه وکړه او د زیاتې پاملرنې او ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
په همدې حال کې د کابل والي د روښانزړو لپاره د مسلکي زده کړو د وړاندې کولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له اغیزمنو فعالیتونو څخه قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې ا.ا.ا د روښانزړو څخه هراړخیز ملاټر ته ژمن دی.
نوموړي زده کوونکي د پوهې او مهارت د ترلاسه کولو په برخه کې لا زیات زیار او کوښښ ته وهڅول او هغوی یې د ټولنې د مهمې سرمایې په توګه یاد کړل.
