د ملي بنسټونو او مؤسسو له لوري د هیواد روښان‌زړو او ناشنوایانو څخه پر هراړخیز ملاتړ ټینګار

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۵۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي‌ زده کړو ادارې، په هېواد کې دننه مؤسسو او نهادونو د یادې ادارې د ځانګړو زده‌کړو له برخې څخه د ملاتړ په پار یولړ مراسم ترسره کړل.

په یادو مراسمو کې د هیواد دننه یوشمیر مؤسسو او بنسټونو استازو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مقاماتو او یوشمیر نابینا و ناشنوا وګړو هم حضور درلود.

د ناستې په پیل کې عبدالصمد امیری د رفاهي او خدماتي مؤسسې مشر وویل چې هیواد کې د لید او اوریدلو معلولیت لورنکي وګړي هر اړخیز ملاټر ته اړتیا لري.

نوموړي د روښان‌زړو او ناشنوایانو لپاره د خدمت کولو په برخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ له زیارونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ ټینګار وکړ چې د یادې ادارې سره به اوږه په اوږه د یادو کسانو ملاټر کوي.

په ورته وخت کې د ناشنوایانو ملي مؤسسې مشر عبدالغفار مومند هم د وینا پرمحال څرګنده کړه چې معلولیت ضعف نه بلکه د یو انسان د قوت نقطه ده. ښاغلي مومند دغه راز ژمنه وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د معلولیت لرونکو وګړو د زده کړو په برخه کې پوره همکاري کوي.

د ناستې په دوام کې په افغانستان کې د ناروې کمیټې استازي ښاغلي طارق دانشیار هم د معلولیت لرونکو وګړو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له فعالیتونو څخه ستاینه وکړه.

د غونډې په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تضمین کیفیت رئیس ښاغلي سید مبشرآغا د ادارې په استازي‌توب د اورېدنې او لېدنې معلولیت لرونکو کسانو د ملاټر کوونکو همکارو موسسو څخه د هر اړخیزو همکاریو په پار ستاینه وکړه.

نوموړي داهم هم زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې ۲۰ د ځانګړو زده کړو ښوونیز مرکزونه لري چې په یادو مرکزونو کې د اورېدنې او لېدنې معلولیت لرونو کسانو ته مسلکي زده کړې وړاندې کېږي.

د غونډې په پای کې د ځانګړو زده کړو ښوونیز مرکزونو مخ‌کښ زده کوونکو او زده کړیالانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول او غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS