د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو او نورو دولتي ادارو مسؤلینو ته يو ورځنی سمینار تر سره شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۰:۸
TVETA

د خوست ولایت دتخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت په نوښت د خوست ميخانيکي انسټيټوټ کمپوټر لیب کې، د دولتي ادارو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په پار د پلان جوړونې او ګزارش ورکونې اړوند روزنیز سمینار تر سره شو.

په یاد ښوونیز سیمینار کې ګډونږالو ته د پلان جوړونې بنسټیز اصول، د مؤثر راپور لیکنې تګلارې، او د راپور ورکونې لپاره اړین تخنیکي مهارتونه ور وپېژندل شول.

د سمینار روزونکو ټینګار وکړ، چې د پلان جوړونې او راپور ورکونې سمه پروسه د پرمختګ بنسټ جوړوي او د شفافیت، حساب ورکونې او ستراتیژیکو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لوبوي.

په ورته وخت کې، ګډونوال هم د دې روزنېز سیمینار څخه خوښي وښوده او ویې ویل چې دا ډول برنامې نه یوازې د دوی مسلکي مهارتونه غښتلي کوي، بلکې د ادارو ترمنځ همغږي او همکاري هم زیاتوي.

د يادونې ده، چې په دغه سمینار د بېلابېلو انسټيټوټونو او لیسو آمرینو او تدریسي مدیرانو  برخه اخیستې وه او د پروګرام له موضوعاتو څخه برخمن شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د جنوب‌‌ختیځ زون د تخنیکي زده‌کړو ریاست او د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د جنوب‌‌ختیځ زون په ریاست کې مسؤلینو د غزني ولایت د صنعت او تجارت له رئیس سره په یوه ناسته کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو. . .

BACK TO NEWS