د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه مرکز کې د زده کوونکو لخوا د شاتو مچیو پالنه

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې دولسم زده کوونکو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد زده کوونکو ته د شاتو مچیو د ډولونو او د شاتو مچیو محصولاتو لکه «موم، ګرده او شات » په اړه هر اړخیز معلومات هم وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.