د تخارولایت په تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ کې د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو له تدریسي بهیر څخه څارنه وشوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۴۳
TVETA

د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو د یاد ولایت اړوند په تخنیکي او مسلکي انستیتوت کې د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د برښنايي وسایلو د ترمیم او د کمپیوټر څانګې د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو د تدریس څرنګوالی وڅیړل شو او د چارو د ښه والي په برخه کې کارکوونکو ته لازمې مشورې هم ورکړل شوې.

دغه راز په دې کتنه کې يو شمېر نوښتګرو او خلاقو ځوانانو هم خپل نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل، چې د مسوولينو له خوا وستايل شول.

د يادونې وړ ده، چې اوس مهال په ټول هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په بېلابېلو حرفوي پروګرامونو کې سلګونه کسان په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS