د کندهار ولایت اړوند ژري کثیرالرشتوي لېسې د انګليسي ژبي او کمپيوټر د لنډ مهاله زده کړو لومړۍ دوره پای ته ورسېده

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۵
tveta

د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د لنډ مهاله زده کړو لومړۍ دورې د پای ته رسېدو په مناسبت د کندهار ولایت اړوند د ژړۍ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې مسوولینو په دغه ښوونیز مرکز کې فراغت غونډه جوړه کړه.

په یادې غونډه کې د ژړۍ ولسوالۍ يو شمېر مقاماتو، د پوهنې رياست مسوولينو او د دغه مرکز زده کوونکو هم حضور درلود.

د يادونې وړ ده، چې دغه لنډ مهاله ښوونیز پروګرام د ژري کثیرالرشتوي لېسې لسګونو زده کوونکو ته د انګليسي ژبې او کمپيوټر د زده کړې زمينه برابره کړې ده.

له بلې خوا زده کوونکو هم  د دغه ډول پروګرامونو له ترسره کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او له مسوولينو يې وغوښتل چې دغه شان ښوونیز پرګرامونومو ته لا توجه وکړي.

د حرفوي زده کړو لنډ مهاله پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، چې د دغو ښوونیز پروګرام پر بنسټ سلګونه کسان د کار په بازار کې په بېلابېلو مسلکونو کې پر دندو ګمارل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS