مولوی غلام حیدر شهامت د هرات ولایت اړوند استاد کمال الدین بهزاد صنایعو له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۳۹
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه يوه پلاوي د یادې ادارې د سرپرست محترم مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ د هرات ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د ليدنې په دوام د یاد ولايت اړوند د کمال الدين بهزاد صنايعو له انسټيټوټ څخه ليدنه وکړه.

په دې ناسته کې محترم مولوي غلام حیدر شهامت د یاد مرکز ټول تحصیلي اسناد او تدریسي چارې له نږدې څخه و څارلې.

هرات ولایت ته د محترم مولوي شهامت او ورسره مل پلاوي د سفر موخه د دغه ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونو د وضعیت څیړل او د هرات د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو او ننګونو هوارول ویل شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS