مولوی غلام حیدر شهامت د هرات ولایت اړوند د غوریان ولسوالۍ له تخنیکي لیسې څخه لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۵:۳۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت له خپل مل پلاوي سره د هرات ولایت له  تخنیکي مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د هرات ولایت اړوند غوریان ولسوالۍ تخنیکې لیسې څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په دې لیدنه کې د غوریان تخنیکي لیسې ټول تحصیلي اسنادو او کاري چارو څخه څارنه وکړه  او په ځینو مواردو کې یې مسوولینو ته د یاد مرکز د تعلیمي چارو د لا ښه والي په موخه لازمي سپارښتنې هم وکړې.

دغه راز محترم مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې په دوام کې په اسلام قلعه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکز له وضعیت څخه هم څارنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې نوموړي تر دې وړاندې د زنده جان ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې او دغه راز د کرخ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ له وضعیت څخه هم څارنه کړې او له زده کوونکو سره يې په مستقيم ډول کتلې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS