مولوي غلام حیدر شهامت د هرات ولایت اړوند زنده جان ولسوالۍ له کرنې مسلکي لېسې څخه لیدنه وکړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د یادې ادارې څخه د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ اړوند د کرنې مسلکي لېسې له وضعیت څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د یاد مرکز ټولې ستونزې او ننګونې له نږدې وڅیړلې او د ستونزو او ننګونو د رسیدګي او هواري په برخه کې یې د یاد مرکز سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.
ټاکل شوې ده چې محترم مولوي شهامت او ورسره مل پلاوی یې په هرات ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو څخه له نږدې څارنه کوي او د نوموړو ستونزو او ننګونو ته به هم رسیدګی وکړي.