د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو پلاوي د کندهار مرکز اړوند د سوداګرۍ لیسې له وضعیت څخه څارنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۹:۳۸
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د یادې ادارې يوه پلاوي د کندهار ولايت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکز اړوند د سوداګرۍ لېسې له وضعیت څخه ليدنه وکړه.

په دې کتنه کې نونموړي پلاوي د یاد شوي مرکز ټول تعلیمي او تحصیلي اسناد وڅېړل او د مرکز اړوند ستونزې او ننګونې یې له نېږدې څخه واورېدې.

ولایتونو ته د دغه پلاوي د سفر اساسي موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو، ستونزو او ننګونو ته رسیدګي ده.

دا په داسې حال کې ده چې دغه پلاوي تر دې وړاندې د دایکندي، فراه، غور، نیمروز او هلمند ولایتونو په ګډون د بېلابېلو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له وضعیت څخه څارنه کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د جنوب‌‌ختیځ زون د تخنیکي زده‌کړو ریاست او د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د جنوب‌‌ختیځ زون په ریاست کې مسؤلینو د غزني ولایت د صنعت او تجارت له رئیس سره په یوه ناسته کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو. . .

BACK TO NEWS