د روښان زړو د وړتیاوو څخه د ملاتړ پروګرام ترسره شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۴:۱۸
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په هېواد کې د روښان زړو د وړتیاوو د پوهاوي او د هغه څخه د ملاتړ په موخه مراسم ترسره کړل.

دغه مراسم په کابل کې د نابینایانو مسلکي انسټيټوټ کې ترسره شول، چې پکې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په ګډون یو شمېر مقاماتو برخه اخیستې وه او ویناویې هم وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په دې پروګرام کې وويل چې د لیدلو او اورېدلو معلوليت لرونکو کسانو روزنه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له دندو څخه ده.

نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا درې زره (۳۰۰۰) کسان د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده کړو په مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د خپلو خبرو په يوه برخه کې د لیدلو او اورېدلو معلوليت لرونکو کسانو په هر اړخيز ملاتړ ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې دغه اداره به په خپل ټول توان سره له دغې ډلې څخه ملاتړ کوي.

دغه راز د شهیدانو او معلولينو چارو وزارت معین شيخ عبدالحکيم حقاني هم په دغه پروګرام کې د لید او اورېدلو معلوليت لرونکو کسانو پر ملاتړ ټينګار وکړ.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې حکومت په خپل ټول توان سره د دغو کسانو ملاتړ او پشتیباني کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې (١٦) د ځانګړو زده کړو مرکزونه لري چې د لیدلو او اورېدلو معلوليت لرونکو کسانو ته په یاد شویو مرکزونو کې په مسلکي بڼه روزنه ورکول کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS