د لوګر ولایت ازری کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۳
TVETA

د لوګر ولایت ازری کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته یاد انسټيټوټ په تحقیقاتي فارم کې د نباتاتو د پالنې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته د نباتاتو پالني د څرنګوالي او همدارنګه د هرزه بوټو منفي اغیزو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري تل هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د جنوب‌‌ختیځ زون د تخنیکي زده‌کړو ریاست او د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د جنوب‌‌ختیځ زون په ریاست کې مسؤلینو د غزني ولایت د صنعت او تجارت له رئیس سره په یوه ناسته کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو. . .

BACK TO NEWS