د کوهستان د تخنیکی او مسلکي انسټيټوټ د محصلینو د عملی زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۴:۱۹
TVETA

د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د برښنا څانګې محصلینو د یاد ولایت ده علي بابا خرادۍ ورکشاپ ته په یوه علمي سفر په ترڅ کې د برښنایي تجهیزاتو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد درس په ترڅ کې، محصلینو ته د بریښنا تجهیزاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده تر څو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پياوړی کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

BACK TO NEWS