د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څلور NTA بستونو ازموینه واخیستل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۵:۳۱
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د بشري سرچینو ریاست د څلورو NTA بستونو ازموینه واخیستله.

په یاد شویو بستونو کې د نصاب او ښوونکو د روزنې متخصص، د څیړنې او نوښت کارشناس، د نیاز سنجي او د کار بازار متخصص، او د کاربردي څیړنو متخصص شامل دي.

په دې آزموینه کې به ۱۱ تنه د یوې شفافه پروسې په ترڅ کې رقابت وکړي چې له دې جملې څخه به څلور تنه استخدام شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې په یادې اداره کې د مسلکي او متخصصو وګړو په ګمارلو سره د دې ادارې د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د جومات د جوړولو چارې تر ۳۰ سلنه ډېرې بشپړې شوي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په انګړ کې د جومات د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه یې د ودانیزو چارو له ډلې تر ۳۰ سلنې ډېر کارونه بشپړ شوي دي. دغه پروژه د دې لپاره پیل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۰
Background image

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس، محترم عبیدالله اخندزاده، د مالیزیا د پارلمان له رئیس، محترم. . .

BACK TO NEWS