د مالي او اداري چارو مرستیال د بغلان له والي سره ناسته ترسره کړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۵:۳۹
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د ولايتي سفرونو په دوام بغلان ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي په یاد ولایت کې د بغلان له والي او ددې ولایت د علماوو شورا له رئیس سره وکتل.

په دې کتنه کې مفتي فاضل د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزې او ننګونې د بغلان له سيمه ييزو مسوولينو سره شريکې کړې.

په همدې حال کې دبغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني ژمنه وکړه چې ددغه ولايت دتخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ټولو ستونزو او ننګونو ته به رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS