د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندز ولایت له والي سره ناسته ترسره کړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۴۰
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د یادې ادارې د يوه پلاوي په مشرۍ کندز ولايت ته د سفر په ترڅ کې د کندز ولايت له والي ښاغلي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل.

په دې کتنه کې مفتي فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د موخو او په کندز ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

په همدې حال کې د کندز والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د وروستيو فعاليتونو او لاسته راوړنو ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په دغه ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو په هواري کې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مسؤلینو سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د ادارې او مدیریت له څانګې څخه د مجاهدینو د فراغت مراسم

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د (۳۵۰۰) هغو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره کړل چې د دې ادارې، د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه فارغ شوي دي. په یادو مراسمو کې د ا.ا.ا یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۵۳
Background image

د هلمند ولایت مرکز میخانیکي عالي لېسې زده کوونکي د سولر سیسټم له درې میاشتني پروګرام څخه فارغ شول

د سولر سیسټم په برخه کې لنډمهاله مسلکي روزنیز پروګرام، چې مخکې د هلمند ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د دغه ولایت په میخانیکي عالي لېسې کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې رئیس، د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې له ښاغلي مشرتابه پلاوي سره وکتل او پهٔ مختلفو تخنیکي برخو کې یې خبرې اترې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د خپل کاري دفتر په مقر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې له محترم مشرتابه پلاوي سره چې مشري یې پروفیسور ګري سینووي. . .

BACK TO NEWS