د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکادمیک بورډ غونډه جوړه شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۶:۳
نشت بورد اکادیک

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکادمیک بورد غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې د اکادمیکو چارو د انسجام بورډ د نوي لایحې په اړه بحث وشو او ګډونوالو په دې برخه کې خپل نظریات شریک کړل.

د اکادمیکو چارو د انسجام بورډ د غونډې په دوام کې د نویو تحصیلي څانګو د رامنځته کولو په اړه بحث وشو او محترم مولوي احساس ټینګار وکړ چې د کار بازار له اړتیا سره سم باید نوې څانګې رامنځته شي.

په دې غونډه کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS