د سرخرود کرنې مسلکي لېسې د زده کوونکو د عملي روزنې بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۸:۲۷
TVETA

د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د کرنې مسلکي عالي لېسې زده کوونکو ته د "ځمکنی توت" د کښت په اړه روزنه ورکړل شوه.

 دا درسي جلسه چې ددې ښوونیز مرکز په څېړنیز فارم کې جوړ شوې وه، لارښود استاد زده کوونکو ته د "ځمکنی توت" د کښت،  کرل او پاللو څرنګوالی تشریح کړ.

همدارنګه په دې درسي جلسه کې د زده کوونکو ټولې پوښتنو ته ځواب ورکړل شو.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي او د دې مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS