په شیخ علی ولسوالۍ کې دمجاهدینو د تعلیمي سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۹:۱۸
TVETA

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي د یاد ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د مجاهدینو لپاره د تعلیمي سویې د تثبیت آزموینې د پیل خبر ورکوي.

د پروان ولايت تخنيکي آمر وايي، چې د تعليمي سویې د تثبیت وروسته به مجاهدين د زده کړو لپاره د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د پروان ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونه د مجاهدینو لپاره د ښوونیزو ټولګیو د پیل شاهدان وو، چې په نوموړو ټولګیو کې د ادارې او مدیریت پروګرامونه تدریس کېږي.

د مجاهدینو د روزنیزې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوی او د ریاست الوزرا د مقام لخوا منظور شوی؛ مجاهدين په ټول هېواد کې د تعليمي سویې له تثبیت وروسته د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو په موخه شاملېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS