د جوزجان د تخنيکي زده کړو په مرکزونو کې څه باندې ١٤٠٠ نيالګي کېنول شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۸:۴۶
TVETA

د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولین د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د شاوخوا ۱۴۰۰ نیالګیو کېنولو خبر ورکوي.

په جوزجان کې د تخنيکي زده کړو د مرکزونو د نيالګيو ايښودلو په پروګرام کې سيمه ييزو مسوولینو هم ګډون کړى و.

دجوزجان ولايت تخنيکي آمر قاري سيد نصرت الله نصرت وايي چې دغه پروګرام د نیالګیو ایښودلو کمپاين د په چوکاټ کې چې دتخنيکي او مسلکي زده کړوادارې د فرهنګي کميټې له خوا په لاره اچول شوى و، عملي شو.

تر دې مخکې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي آمریتونو په مرسته په ټول هېواد کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل کړى و، چې تر اوسه د دې ادارې په تعليمي مرکزونو کې نږدې پنځوس زره نيالګي(۵۰۰۰۰) کېنول شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS