د مومندرې تجارت مسلکي انسټیټیوټ کې د اوبو ستونزه حل شوه
د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ د تجارت مسلکي انستیتیوټ کې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت ستونزه حل شوه.
د ننګرهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي وايي، د سوداګرۍ مسلکي انستیتیوټ له څو کلونو راهيسې د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ و.
د دې څاه د کیندلو لګښت د سیمې خلکو او خیرخواهانو له لوری ورکړل شوی او تر زرو زیات زده کوونکي ور څخه ګټه اخلي.