د پکتيا د تخنيکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدينو لپاره د ادارې او مديريت د روزنې پروګرام پيل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۳:۴۴
TVETA

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنې پروګرام د نوموړي ولایت د یو شمیر چارواکو په ګډون سره پیل شو.

 په دې غونده کې ويناوالو د مجاهدينو لپاره د ښوونيز چاپيريال د برابرولو  په برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د مشرتابه له هلو ځلو او پاملرنې ستاینه وکړه.

 په همدې حال کې د پکتیا د علماوو شورا مرستیال مولوي حسام الدین روحاني ټینګار وکړ چې په یاد پروګرام کې ګډون کوونکي مجاهدین باید له فرصته ګټه پورته کړي او د علم په حاصلولو کې هڅې وکړي.

بل خوا د پکتيا د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد په دې غونډه کې وويل، چې د حکومت مشران د علومو پر زده کړې ټينګار کوي او مجاهدين هم بايد د زده کړې او علم په ترلاسه کولو کې هڅې وکړي.

د مجاهدینو د روزنیزې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا چمتو شوې او د ریاست الوزرا د مقام له خوا تصویب شوې ده؛ مجاهدین کولای شي په ټول هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو  په مرکزونو کې د زده کړې لپاره د تعلیمي سویې له مالومیدو وروسته شامل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS