د مالي او اداري چارو مرستیال د لغمان ولایت د علماوو شورا له رئیس سره ولیدل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۵:۲۷
tveta

ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د مالي او اداري چارو مرستیال او ورسره مل پلاوي، د لغمان ولایت د علماوو شورا له رئیس شیخ الحدیث مفتي محمد سلیم حقاني سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې مفتي نجم الدین حقاني د دعوت او ارشاد رئیس همدارنګه مفتي سیداحسان الله قاسمي، د متعلمینو او محصلینو چارو رئیس هم شتون درلود.

په دغه ناسته کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوع ګانو لکه په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ارزښت خبرې اترې وکړې.

د مالي او اداري چارو مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او پروګرامونو په هکله توضیحات ورکړل، د لغمان ولایت د علماو شورا رئیس په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ارزښت زیات وباله او د هغه په ملاتړ یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۵۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ولایتي مسؤلینو سیمینار پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو رئیسانو او ولایتي آمریتونو پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد. د دې پروګرام په پای غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې محترمو مرستیالانو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۴۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د عامه پوهاوي پیغامونو لګول دوام لري

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي ارزښتونو ترویج او ساتنې په موخه د امیرالمؤمنین عاليقدر شیخ حفظه‌الله یو شمېر پیغامونه او ویناوې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نصب کړې. دغه پروګرام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

په ګرمو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې

نن ورځ د هېواد په ګرمو سیمو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې. د یادو مرکزونو مسؤلین د ازموینو د شفافیت په اړه ډاډ ورکوي. په همدې موخه د لغمان ولایت د. . .

BACK TO NEWS