د ترافیکو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د ډریورۍ مسلکي کورس جوړ کړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۵:۶
tveta

د کابل پولیس ترافیکو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د ډرېورۍ کورس زده کړې ورکوي.

مولوي نېک محمد نېکمل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژيکو همغږیو ریاست رئیس د دغه مراسمو په پرانیست غونډه کې د ډریورۍ د سند په اهمیت ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې د موټر چلولو په وخت کې د موټروان مسؤلیت ډېر مهم دی، باید د اصولو او قوانینو سره سم ډریوري وکړي.

ښاغلي نېکمل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ترافیکو د محترم ریاست له همکاری مننه وکړه.

همدارنګه، استاذ حاجي محمد کریم د ترافیکو د کورس، د نظري برخې استاذ د دغه مراسمو د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې د ډریورانو لپاره په ترافیکي قوانینو او مقرراتو پوهېدل ډېر اړین دي. نوموړي له ګډون کوونکو وغوښتل چې د ترافیکي قوانینو او اصولو په زده کړه کې هلې ځلې وکړي.

په همدې حال، مولوي محمد مصطفی محمدي، د ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست، د همغږۍ مسؤل وینا وکړه او له دغه ادارې سره د ترافیکو ریاست له همکاری یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS