د اسلامي خطاطۍ او همدارنګه د افغانستان د غوره نوښتونو نندارتون جوړونکي تقدیر شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۲:۴۰
tveta

د اسلامي خطاطۍ د سیالیو ګټونکو او همدارنګه د افغانستان د غوره اختراعاتو او نوښتونو د ملي نندارتون د ملاتړ کوونکو د تقدیر مراسم د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې ترسره شول.

په دغه مراسمو کې ښاغلی نورالدین عزیزي د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د ملي تلویزیون رئیس ښاغلی قاري یوسف احمدي او د حکومت نورو مشرانو شتون درلود.

ددغه پروګرام په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د تحقیقي برنامو او د کیفیت تضمین رئیس ښاغلي سید محسن سادات وینا وکړه او د غوره اختراعاتو او نوښتونو د ملي نندارتون د پایلو په هکله یې معلومات وړاندې کړل.

نوموړي په دغه مراسمو کې له حکومت څخه وغوښتل ترڅو په هېواد کې مبتکرو او نوښتګرو ځوانانو ته د پرمختګ زمینه برابره کړي.

ددغه مراسمو په دوام کې د ملي تلویزیون رئیس خبرې وکړې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لاسته راوړنو یې قدرداني او ستاینه وکړه. ښاغلي قاري یوسف احمدي زیاته کړه: ځوانان باید د زده کړو په ترلاسه کولو او د هېواد په پرمختګ کې هلې ځلې وکړي.

همدارنګه نوموړي له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرارمونو په پلي کولو کې لازمې مرستې وکړي.

له بل پلوه، د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په ننیو مراسمو کې د ادارې وروستیو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل چې دغه اداره د هېواد په پرمختګ کې اساسي رول لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پروګرامونو څخه په ټول توان سره ملاتړ کوي. نوموړي په نړیواله کچه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مخترعینو د شتون په هکله د ملاتړ وعده هم وکړه.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې په هېواد کې تولیدي فابریکې متخصصو او مسلکي کسانو ته اړتیا لري، د داسې کسانو روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له دندو څخه ګڼل کیږي.

نوموړي د خصوصي سکتور، د سوداګرۍ وزارت او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ په همغږی ټینګار وکړ.

په همدې حال کې، ښاغلي مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال له ځوانانو څخه د ملاتړ او نظام د تحکیم په هکله خبرې وکړې.

نوموړي وویل په هېواد کې حاکم نظام د افغانستان د خلکو د قربانیو پایله ده، باید د هغه د تحکیم او پرمختګ لپاره هلې ځلې وشي.

ښاغلي مولوي احساس زیاته کړه، اوس له هېواد څخه د بدبختیو ټغر ټول شوی، او له ځوانانو یې وغوښتل ترڅو د هېواد د پرمختګ په لاره کې کار وکړي.

همدارنګه د دغه مراسمو په څنډه کې، د عزیزي بانک له لوري د صرافۍ یو اتومات ماشین د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې افتتاح کړل شو.

ددغه مراسمو په پای کې د اسلامي خطاطۍ د سیالیو ګټونکو او د افغانستان د غوره نوښتونو او اختراعاتو ملاتړ کوونکو ته تحفې او ستاینلیکونه ورکړل شول، مراسم افغانستان ته د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS