د لغمان د تخنیکي آمریت او التقوی تحصیلي مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۲:۳
tveta

مفتي ذبیح االله حقاني، د لغمان ولایت تخنیکي آمر د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې له علمي معاون، ډاکټر عبدالحمید سیرت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغینو ته د التقوی لوړو زده کړو په مؤسسه کې د لوړو زده کړو ترسره کولو زمینه برابره شوې ده.

له بل لوري، د التقوی لوړو زده کړو په مؤسسه کې د عملي زده کړو ترلاسه کولو زمینه ددغه هوکړه لیک له ګټو څخه ګڼل کیږي.

دواړو لورو د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په وخت کې د هوکړه لیک د ټولو موادو په پلي کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي غونډه جوړه شوه

د هېواد یوه دیني عالم، محترم مولوي هدایت‌الله، په یوه ښوونیزه غونډه کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) د حکومتولۍ د څرنګوالي او په اسلامي نظام کې د کارکوونکو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د جومات د جوړولو چارې تر ۳۰ سلنه ډېرې بشپړې شوي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په انګړ کې د جومات د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه یې د ودانیزو چارو له ډلې تر ۳۰ سلنې ډېر کارونه بشپړ شوي دي. دغه پروژه د دې لپاره پیل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۰
Background image

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې. . .

BACK TO NEWS