د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۶:۵۲
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دغې ادراې د سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د مرستيالانو   په حضور کې ترسره شوه.

د دې غونډې په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو ریاستونو د کړنو ترسره کیدو له څرنګوالي راپور ورکړ.

په دغې ناسته کې د نصاب او ښوونکو د روزنې د ریاست د مالي ستونزو د حل په ګډون پر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

دغه راز په دغې غونډه کې د حق الزحمې د ورکړې او د نصاب په برخو کې د همکارۍ د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشوې او ګډونوالو په دې برخه کې خپل نظرونه شریک کړل.

له بلې خوا ښاغلي مولوي شهامت تدارکاتي پروژو ته په اشارې سره وویل چې تدارکاتي چارې باید په پوره دقت او شفافیت سره ترسره شي.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS