د غزني په مقر ولسوالۍ کې د کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت وڅېړل شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت څېړلو په دوام کې. د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت وڅېړه .
دوی د مقر ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ ټول اداري، تعلیمي او مالي اسناد وڅېړل.
تر دې وړاندې هم نوموړي پلاوۍ په غزني ولایت کې د یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت څېړلی دی.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د وضعیت د ارزونې موخه، د هغوی د ستونزو او اړتیاوو د حل څرنګوالی یاد کړې دی.