د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د پروان ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ بررسي کړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۴:۴
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت پروان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت په مرکز کې د کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعيت وڅېړه.

نوموړي دغه راز د دغه انسټيټوټ د محصلينو د آزموينې له بهير څخه هم ليدنه وکړه او د هغوى د ستونزو او اړتياوو په اړه يې له يو شمېر محصلينو سره په مستقيم ډول خبرې اترې وکړې.

ولایتونو ته د نوموړي پلاوي د سفر موخه د ستونزو څېړل او د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د اړتیاوو د حل د څرنګوالي معلومول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د ساختمان د ویرنګ کارۍ په اړه د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د کاپيسا ولايت د کوهستان دویمې حصې مسلکي انسټيټوټ د برق څانګې محصلینو ته د ساختمان ویرنګ کارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. دغه راز لارښود استاد محصلینو ته د ساختمان سیم‌کشۍ\ویرنګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۱۶
Background image

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او برښنا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت دیاد ولایت له برښنا ریاست سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د کاپیسا برښنا ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۲۶
Background image

۳۲ تنه محبوسین د فلزکارۍ له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

د فلزکارۍ څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د سمنګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې لنډمهاله. . .

BACK TO NEWS