د لغمان کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو لخوا کورنې وسایل ترمیم شول
د لغمان مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوت محصلینو د عملي زده کړو په ترڅ کې د کالیو مینځلو ماشین په عملي بڼه ترمیم کړ.
لارښود استاد هم محصلینو ته د کالیو مینځلو ماشین د ویرنګ په اړه اړین توضیحات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو له فارغانو سره مرسته کوي تر څو له فراغت وروسته په بازار کې د کار خاوندان شي.