په هېواد کې د نظام د پياوړتيا او د ثبات د ټينګښت په موخه د پنجشېر د ولسي جرګې برنامه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۰:۴۱
TVETA

په پنجشیر ولایت کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په حضور کې په هېواد کې د نظام د پیاوړتیا او د تلپاتې ثبات په اړه یوه عامه غونډه ترسره شوه.

 په دغه مراسمو کې د پنجشېر ولایت د سیمه ییزو چارواکو ترڅنګ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت، د پلټنې ملي ادارې رئیس مولوي محمد محسن هاشمي او د ریاست الوزرا استازی مولوي احمد الله متقي هم حضور درلود.

 په دغې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست  وينا وکړه او د پنجشير ولايت خلک یی متدین، مجاهد او غیور وباله.

مولوي شهامت همدا راز زیاته کړه: « په اسلامي نظام کې د پنجشیري او کندهاري او همدارنګه د بدخشاني او ننګرهاریانو تر منځ هیڅ توپیر نشته.»

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د قومي او سمتي اختلافاتو ته لمن وهل د افغانستان د خلکو د دښمنانو يوه پروژه وبلله او د خلکو پر يووالي يې ټينګار وکړ.

ښاغلي شهامت دا هم وویل، چې د پنجشیر خلک د بهرنیانو پر وړاندې په جهاد کې شهرت لري.

په دغې برنامه کې نورو دولتي چارواکو هم ويناوې وکړې او د غونډې ويناوالو د خلکو ترمنځ په يووالي او وحدت ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS