د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۵:۳۲
Eslahi

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د دغې ادارې د برنامو د څيړنې او کيفيت د تضمين رئيس مفتي سيد محسن سادات په وينا  او د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.

نوموړي د کار او کسب او د کار د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي سادات وویل چې کار د انساني تمدن بنسټ دی او بې کاره او بې پلانه انسان په اسلام کې هیڅ ځای او ارزښت نه لري او زیاته یې کړه چې پیغمبرانو، خلفای راشیدین او د اسلام سترو علماوو دندې، کسب او سوداګري درلوده.

نوموړي زیاته کړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د هیچ خواړه غوره نه دې مګر هغه خواړه چې د لاسونو په تڼاکو ترلاسه کوي او هغه څخه ګټه اخلي، او هغه (حلاله وي، د قدرت او تخصص سره مطابق وي او بسنه کوونکی وي) د شغل او کسب له مناسبو ځانګړنو څخه یاد کړل.

د برنامو د څيړنې او کيفيت د تضمين رئيس د بېکارۍ په اړه خبرې وکړې او بېکاري يې د هېواد لپاره يو بحران وباله.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS