د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۵:۵۷
جلسه مالی و اداری اداره

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ او د دغه ادارې د یو شمېر رئیسانو او آمرینو په حضور کې ترسره شوه.

د دغه ناستې په پیل کې ښاغلي فاضل د مالي او تدارکاتو برخو ترمنځ پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې له همکارۍ پرته به د چارو پرمخ وړل به له ننګونو سره مخ شي.

په دغه کتنه کې د تدارکاتو آمر په تدارکاتي پروسو کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د حل لارې یې وړاندې کړې.

د غونډې په دوام کې د پلټنې عالي ادارې د سپارښتنو سره سم د وجه سردستي بودجې د اسنادو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS