د کابل ښار میخانیکي انسټیټوټ کې لنډ مهاله حرفوي کورس پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۶:۱۷
لنډ مهاله حرفوي کورس

دغه دری میاشتنۍ حرفوي کورس د کابل په میخانیکي انسټیټوټ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون ریاست له خوا په لاره واچول شو.

په دغه پروګرام کې تر ۵۰ زیاتو کسانو ته د خیاطۍ او سولر سیسټم زده کړې ورکول کیږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئیس عبدالودود هوتک د لنډ مهاله حرفوي کورسونو پر اهميت د ټينګار تر څنګ وويل، چې د حرفې او مسلک په زده کړه سره کولای شو، « د حلاله روزي لاسته راوړو«.

په وروستیو میاشتو کې په مرکز او ولایتونو کې تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سلګونو کسانو ته لنډ مهاله روزنیز کورسونه په لاره اچولې دي.

په دغه کورسونو کې د لمریزې برښنا انجینرۍ (سولر سیسټم)، موبایل او خیاطۍ مهارتونه تدریس کیږي.

دغه روزنیز کورسونه د هیوادوالو د روزلو او د هغوی د کارموندنې په موخه په لاره اچول کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۲۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي سیمینار پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو چارو ریاست د «زونونو رئیسانو او ولایتي آمرینو د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی سیمینار د دې ادارې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د مهاجرینو وزارت مالي معین وینا

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین، شیخ کلیم‌الرحمن فاني، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د الله تعالی د «شفقت او مهربانۍ» صفاتو په اړه په تفصیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

BACK TO NEWS