د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې او یونسکو د کاري ټیمونو غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د یونسکو دفتر ترمنځ د خبرو اترو په دوام کې د دواړو لورو کاري ټیمونو د همغږۍ او همکارۍ په موخه غونډه وکړه.
په دغه کتنه کې د (CAPED) پروژې کاري پلان په اړه چې د یونسکو او تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې په همکارۍ پلې کېږي، بحث وشو.
د احصایې په برخه کې فني همکاري او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ښوونیزو مرکزونو پراختیا د (CAPED) پروژې له موخو څخه دي.