د بلخ تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د دغه ولایت د پوهنې له رئیس سره وکتل
د بلخ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نورالله صلاح الدین امیني د یاد ولایت د پوهنې له رئیس مولوي عبدالجلیل شهید خیل سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
په دغه کتنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د همکاريو په هکله خبرې وشوې.
مولوي نورالله صلاح الدین امیني د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د هر اړخیزو همکاریو له امله مننه وکړه.