د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۱۳:۱۰
 وزارت معادن و پترولیم

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست ښاغلي شيخ شهاب الدين دلاور سره وکتل.

 په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په اړه خبرې وشوې.

 ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې برنامو ته په اشارې سره وویل، د کانونو او پټرولیم وزارت ته اړینه ده چې د مسلکي کسانو په برخه کې خپلې اړتیاوې شریکې کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې اوسمهال په درېيو ولايتونو بلخ، سرپل او جوزجان کې د نفتو او ګازو څانګې فعالې دي، چې څه باندې ٦٧٨ تنه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادترې له برنامو ملاتړ وکړ او له یادې ادارې سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي وويل چې افغانستان د کانونو له پلوه بډاى دى او دغه کانونه بايد د افغانان مسلکي ځواک له خوا استخراج او پروسس شي.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل، نړۍ به په راتلونکي کې د افغانستان خامو موادو ته اړتیا ولري.

 ښاغلي دلاوري زیاته کړه، کولای شو چې د هېواد د لیتیم کانونه د برښنايي موټرو د صنعت لپاره وکاروو.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه ادارې د نوښت په مرکز کې جوړ شوي موټر ته په اشارې سره وويل، چې په راتلونکي کې به د برښنایې موټرو د توليد په برخه کې کار وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS