د افغانستان د تخنیکي او مسلکي ادارې د حرفوي زده کړو د سمون رئیس له مرستیال والي سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۹ - ۱۲:۱۰
 د سمون رئیس

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي ادارې د حرفوي زده کړو د سمون رئیس مولوي عبدالودود هوتک د کندهار له مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک سره وکتل.

ښاغلي مولوي عبدالودود هوتک کندهار ته د خپل سفر په اړه وویل، چي دلته د  تخنیکي او مسلي زده کړو امریت د کارونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو نظارت ترسره کول، د کندهار ولایت په ټولو ولسوالیو کښي د  تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو جوړول، د موسساتو جلبول او د کندهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت ته د لازمو امکاناتو برابرول یې د سفر عمده اهداف دي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه، چي ادارې د نظامي او ملکي کسانو لپاره په تخنیکي او مسلکي زده کړو کي ډېر خدمات ترسره کړي او د نورو پرمختګونو ترڅنګ تازه یې په حرفوي زده کړو کښي ۱۷ نوري رشتي هم اضافه کړي، چي ډېر ژر به خلک عملاً پکښي زده کړي ترسره کړي او پر نورو رشتو باندي هم کار روان دئ.

د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک د افغانستان د تخنیکي او مسلکي ادارې د نظامي او ملکي کسانو ته یې د تخینکي او مسلکي زده کړو په برخه کښي د دوی خدمتونه وستایل.

مرستیال والي په خپلو خبرو کښي د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS