د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د مالیزیا د "مرسي" موسسې رئیس سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۸
مرسی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د ماليزيا د مرسي موسسې له رئيس عبدالله اشاري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو په اړه خبرې وکړې.

د مرسي موسسې رئیس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې جوړ شوي موټر ته په اشارې سره وويل چې له افغانستان سره د همکارۍ په اړه به د ماليزيايي موټر له شرکتونو سره خبرې وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له افغانستان څخه د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د ماليزيا د ملاتړ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS